د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه روغتیا

بې سیمه هیډفون او نور وسایل روغتیا ته مضر دي؟

انځور پاڼه
بې سیمه هیډفون او نور وسایل روغتیا ته مضر دي؟

مینه احمد

 که څه هم ځینې ځېړنې وايي چې بې سیمه یا وایرلیس هیډوفونونه د انسان روغتیا ته ضرر نه لري خو ځینې نورې څېړنې بیا د دې بالعکس خبرداری ورکوونکې دي.

د ټکنالوژۍ د پرمخګ له کبله ورځ په ورځ بې سیمه وسایل زیاتېږي. نن سبا د کور ډیر وسایل لکه د کور زنګ، لوډسپېکر ، تلویزیون او هیدفونونه بې سیمه کار کوي خو دغو وسایلو  روغتیا ته اندېښنې هم ډیرې کړي دي.

څېړونکي په دې څېړنه کوي چې ایا دا وسایل د انسان پر روغتیا منفي اغیز لري او که یې لري څومره یې لري. تر ټولو ډیره اندېښنه د دغو وسایلو او سرطان د ارتباط په اړه ده.

د Roskachestvo ډیجیټل تخصصي مرکز مشر انتون کوکانوف په دې اړه پرایم خبري اژانس ته وویل: که څه هم په دې اړه کره شواهد نه شته، خو بیا هم بې له شکه چې بې سیمه غوږۍ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، هغه زیاته کړه چې که څه هم د موبایل تیلفون تر کارولو د غوږیو کارول غوره دي خو بیا هم باید غوږۍ په محدود ډول  (په ورځني ډول تر درې ساعتونو) پورې وکارول شي.

د ښاغلي کوکانوف په خبره، په لاره د تګ او ویده کېدو په وخت کې باید په هیڅ صورت له دې غوږیو څخه کار وانخیستل شي، هغه همدارنګه وویل، لوړ غږ د انسان د روغتیا لپاره زیان لري، نو له همدې امله په هیڅ ډول غوږیو کې په لوړ غږ سندرې یا کوم بل څه مه اورئ.

کارپوهان زیات وخت د ټکنالوژیکي وسایلو د زیان په هکله خبرې کوي، نو له همدې امله باید له ټولو ټکنالوژيکي وسایلو څخه تروسه وسه لږ او یوازې د اړتیا په وخت کې کار واخیستل شي.