د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت نساء · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 95
4:102↗
وَإِذَا كُنتَ فِيهِمۡ فَأَقَمۡتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلۡتَقُمۡ طَآئِفَةٞ مِّنۡهُم مَّعَكَ وَلۡيَأۡخُذُوٓاْ أَسۡلِحَتَهُمۡۖ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلۡيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمۡ وَلۡتَأۡتِ طَآئِفَةٌ أُخۡرَىٰ لَمۡ يُصَلُّواْ فَلۡيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلۡيَأۡخُذُواْ حِذۡرَهُمۡ وَأَسۡلِحَتَهُمۡۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡ تَغۡفُلُونَ عَنۡ أَسۡلِحَتِكُمۡ وَأَمۡتِعَتِكُمۡ فَيَمِيلُونَ عَلَيۡكُم مَّيۡلَةٗ وَٰحِدَةٗۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ إِن كَانَ بِكُمۡ أَذٗى مِّن مَّطَرٍ أَوۡ كُنتُم مَّرۡضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓاْ أَسۡلِحَتَكُمۡۖ وَخُذُواْ حِذۡرَكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا
4-102 او كله چې ته په دوى كې موجود يې، بیا ته دوى ته لمونځ ودروې، نوله دوى نه دې یوه ډله له تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې (هم له ځانه سره) ونیسي، نو كله چې دوى سجده وكړي، نو دوى دې ستاسو شا ته شي او هغه بله ډله دې راشي چې لمونځ يې نه دى كړى، نو هغوى دې له تا سره لمونځ وكړي او خپل د ساتنې سامان او خپلې وسلې دې (له ځانه سره) ونیسي، دغه كافران شوي خلق ارزو لري چې كاشكې تاسو له خپلو وسلو او خپلو سامانونو نه غافله شئ، بیا هغوى پر تاسو باندې په یو ځلي زوروره حمله وكړي. او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته كه تاسو ته د باران په وجه څه تكلیف وي، یا تاسو بیماران یئ دا چې تاسو خپلې وسلې كېږدئ، او خپله بیداري (د ساتنې سامان) راكلكه كړئ، بېشكه الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
4:103↗
فَإِذَا قَضَيۡتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمۡۚ فَإِذَا ٱطۡمَأۡنَنتُمۡ فَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتۡ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ كِتَٰبٗا مَّوۡقُوتٗا
4-103 بیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى
4:104↗
وَلَا تَهِنُواْ فِي ٱبۡتِغَآءِ ٱلۡقَوۡمِۖ إِن تَكُونُواْ تَأۡلَمُونَ فَإِنَّهُمۡ يَأۡلَمُونَ كَمَا تَأۡلَمُونَۖ وَتَرۡجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرۡجُونَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
4-104 او تاسو د دغو (كافرو) خلقو په لټون كې سستي (كمزوري) مه كوئ، كه تاسو یئ چې په تكليف كېږئ، نو بېشكه هغوى (هم) په تكليف كېږي، لكه څنګه چې تاسو په تكليف كېږئ او تاسو له الله نه د هغه څه امېد لرئ چې هغوى يې امېد نه لري او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
4:105↗
إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ لِتَحۡكُمَ بَيۡنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُۚ وَلَا تَكُن لِّلۡخَآئِنِينَ خَصِيمٗا
4-105 بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او ته د خیانت كوونكو لپاره جګړه كوونكى مه جوړېږه
کتنې۴