د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مائده · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
تلاوت او پښتو ژباړه · بشپړ سورت
سورة المائدة
یادونه: د پښتو غږیزه ژباړه له لیکلې ژباړې سره په کلمو کې توپیر لرلای شي. دا غږ د بشپړ سورت دی، د اوسني مخ نه دی.
د مخ شمېره: 106
5:1↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَوۡفُواْ بِٱلۡعُقُودِۚ أُحِلَّتۡ لَكُم بَهِيمَةُ ٱلۡأَنۡعَٰمِ إِلَّا مَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡكُمۡ غَيۡرَ مُحِلِّي ٱلصَّيۡدِ وَأَنتُمۡ حُرُمٌۗ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ مَا يُرِيدُ
5-1 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! (خپل) لوظونه پوره كړئ، تاسو لپاره اَنعام څاروي حلال كړى شوي دي، سوا له هغو نه چې تاسو ته به ولوستى شي، په دې حال كې چې تاسو د احرام په حالت كې ښكار لره حلال ګڼونكي نه یئ، بېشكه الله فیصله كوي د څه چې اراده وكړي
5:2↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُحِلُّواْ شَعَٰٓئِرَ ٱللَّهِ وَلَا ٱلشَّهۡرَ ٱلۡحَرَامَ وَلَا ٱلۡهَدۡيَ وَلَا ٱلۡقَلَٰٓئِدَ وَلَآ ءَآمِّينَ ٱلۡبَيۡتَ ٱلۡحَرَامَ يَبۡتَغُونَ فَضۡلٗا مِّن رَّبِّهِمۡ وَرِضۡوَٰنٗاۚ وَإِذَا حَلَلۡتُمۡ فَٱصۡطَادُواْۚ وَلَا يَجۡرِمَنَّكُمۡ شَنَـَٔانُ قَوۡمٍ أَن صَدُّوكُمۡ عَنِ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ أَن تَعۡتَدُواْۘ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡبِرِّ وَٱلتَّقۡوَىٰۖ وَلَا تَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡعُدۡوَٰنِۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۖ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ
5-2 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله د شعايرو (د دین د نښو) بې حرمتي مه كوئ او نه د عزتمنې میاشتې، او نه د حرم د قربانۍ، او نه د حرم د غاړكۍ والا څارويو او نه عزتمن كور ته د اراده لرونكو خلقو، چې د خپل رب فضل او رضامندي لټوي او كله چې تاسو حلال (بې احرامه) شئ، نو بیا تاسو ښكار كوئ او له كوم قوم (سره) بغض دې تاسو زیاتي كولو ته راپورته نه كړي، له دې وجې چې تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي وئ او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى