د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت نساء

❯

سورت نساء · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 91

4:80↗
مَّن يُطِعِ ٱلرَّسُولَ فَقَدۡ أَطَاعَ ٱللَّهَۖ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ عَلَيۡهِمۡ حَفِيظٗا
4-80 چا چې د رسول اطاعت وكړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ او څوك چې (له اطاعت نه) وګرځېده، نو ته مونږه پر هغوى باندې څارونكى (نګهبان) نه يې لېږلى
4:81↗
وَيَقُولُونَ طَاعَةٞ فَإِذَا بَرَزُواْ مِنۡ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٞ مِّنۡهُمۡ غَيۡرَ ٱلَّذِي تَقُولُۖ وَٱللَّهُ يَكۡتُبُ مَا يُبَيِّتُونَۖ فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا
4-81 او دوى وايي: (زمونږ كار ستا) خبره منل دي، نو كله چې ستا له خوا نه ووځي (، بیا) په دوى كې یوه ډله د شپې مشورې كوي، له هغې خبرې نه غیر چې دوى كوله، او الله لیكي هغه خبرې چې دوى يې د شپې تدبیر كوي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او پر الله باندې توكل وكړه او الله كافي دى كارساز
4:82↗
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلۡقُرۡءَانَۚ وَلَوۡ كَانَ مِنۡ عِندِ غَيۡرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ ٱخۡتِلَٰفٗا كَثِيرٗا
4-82 ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و
4:83↗
وَإِذَا جَآءَهُمۡ أَمۡرٞ مِّنَ ٱلۡأَمۡنِ أَوِ ٱلۡخَوۡفِ أَذَاعُواْ بِهِۦۖ وَلَوۡ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنۡهُمۡ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسۡتَنۢبِطُونَهُۥ مِنۡهُمۡۗ وَلَوۡلَا فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ وَرَحۡمَتُهُۥ لَٱتَّبَعۡتُمُ ٱلشَّيۡطَٰنَ إِلَّا قَلِيلٗا
4-83 او كله چې دوى ته د امن، یا وېرې څه خبره راشي، دوى هغه (خبره) نشر كړي او كه چېرې دوى هغه، خپل رسول ته او خپلو د كار خاوندانو (حاكمانو) ته رسولې وَى، (نو) خامخا په دوى كې به هغو كسانو دا (خبره) معلومه كړې وَى، څوك چې د دې استنباط او راوېستنه كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى، نو تاسو به خامخا د شیطان تابعداري كړې وه مګر لږو خلقو (به نه وه كړې)
4:84↗
فَقَٰتِلۡ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفۡسَكَۚ وَحَرِّضِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأۡسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۚ وَٱللَّهُ أَشَدُّ بَأۡسٗا وَأَشَدُّ تَنكِيلٗا
4-84 نو ته د الله په لاره كې جنګ كوه، ته يواځې د خپل نفس په هكله ذمه وار ګرځولى شې او مومنانو ته ترغیب وركړه، كېدى شي چې الله د هغو كسانو جنګ بند كړي چا چې كفر كړى دى، او الله ډېر سخت دى د جنګ په لحاظ او ډېر سخت دى د سزا وركولو په لحاظ
4:85↗
مَّن يَشۡفَعۡ شَفَٰعَةً حَسَنَةٗ يَكُن لَّهُۥ نَصِيبٞ مِّنۡهَاۖ وَمَن يَشۡفَعۡ شَفَٰعَةٗ سَيِّئَةٗ يَكُن لَّهُۥ كِفۡلٞ مِّنۡهَاۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ مُّقِيتٗا
4-85 چا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې (سفارش) سره (د ثواب) برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش (، نو) هغه ته به په دې سره (د ګناه) پېټی وي او الله له همېشه پر هر شي باندې قدرت لرونكى دى
4:86↗
وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٖ فَحَيُّواْ بِأَحۡسَنَ مِنۡهَآ أَوۡ رُدُّوهَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٍ حَسِيبًا
4-86 او كله چې تاسو ته په سلام ویلو سره دعا وكړى شي، نو تاسو له هغې نه غوره جواب وركړئ، یا همغه ور وګرځوئ ، بېشكه الله د هر شي ښه حساب كوونكى دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۴