د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت نساء

❯

سورت نساء · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 88

4:60↗
أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا
4-60 ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي چې دوى پر هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي چې خپلمينځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
4:61↗
وَإِذَا قِيلَ لَهُمۡ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ رَأَيۡتَ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودٗا
4-61 او كله چې دوى ته وویل شي هغه (قرآن) ته راشئ چې الله نازل كړى دى او رسول ته( راشئ، نو) ته به منافقان وینې چې له تا نه مخ اړوي، مخ اړول
4:62↗
فَكَيۡفَ إِذَآ أَصَٰبَتۡهُم مُّصِيبَةُۢ بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيهِمۡ ثُمَّ جَآءُوكَ يَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنۡ أَرَدۡنَآ إِلَّآ إِحۡسَٰنٗا وَتَوۡفِيقًا
4-62 نو څه حال به وي (د دوى) چې كله دوى ته څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا تا ته راشي، چې پر الله قسمونه خوري چې زمونږ اراده يواځې ښېګڼه كول او موافقت راوستل وو
4:63↗
أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَعۡلَمُ ٱللَّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمۡ فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ وَعِظۡهُمۡ وَقُل لَّهُمۡ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ قَوۡلَۢا بَلِيغٗا
4-63 دا هغه كسان دي چې الله پوهېږي پر هغه څه چې د دوى په زړونو كې دي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او دوى ته نصیحت وكړه او دوى ته د دوى د نفسونو په باره كې ښه اثر كوونكې خبره وكړه
4:64↗
وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ إِذ ظَّلَمُوٓاْ أَنفُسَهُمۡ جَآءُوكَ فَٱسۡتَغۡفَرُواْ ٱللَّهَ وَٱسۡتَغۡفَرَ لَهُمُ ٱلرَّسُولُ لَوَجَدُواْ ٱللَّهَ تَوَّابٗا رَّحِيمٗا
4-64 او نه دى لېږلى مونږ هېڅ رسول مګر د دې لپاره چې د الله په حكم سره د هغه اطاعت وكړى شي او كه په رښتیا دوى په هغه وخت كې تا ته راغلي وَى چې دوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ، بیا يې له الله نه بخښنه غوښتې وَى او د دوى لپاره رسول (هم)بخښنه غوښتې وَى(، نو) خامخا دوى به الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى موندلى و
4:65↗
فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤۡمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ لَا يَجِدُواْ فِيٓ أَنفُسِهِمۡ حَرَجٗا مِّمَّا قَضَيۡتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسۡلِيمٗا
4-65 پس داسې نه ده، ستا پر رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۴