د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت نساء · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 87
4:52↗
أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُۖ وَمَن يَلۡعَنِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا
4-52 دا هغه كسان دي چې الله پر دوى لعنت كړى دى او په چا باندې چې الله لعنت وكړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره مدد كوونكى ونه مومې
4:53↗
أَمۡ لَهُمۡ نَصِيبٞ مِّنَ ٱلۡمُلۡكِ فَإِذٗا لَّا يُؤۡتُونَ ٱلنَّاسَ نَقِيرًا
4-53 ایا د دوى لپاره په بادشاهۍ كې څه برخه شته؟ (نشته او كه وَى) نو په دغه وخت كې به دوى نورو خلقو ته نقیر (د كجورې د زړي داغ) هم نه وركوي
4:54↗
أَمۡ يَحۡسُدُونَ ٱلنَّاسَ عَلَىٰ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦۖ فَقَدۡ ءَاتَيۡنَآ ءَالَ إِبۡرَٰهِيمَ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَءَاتَيۡنَٰهُم مُّلۡكًا عَظِيمٗا
4-54 یا دوى له خلقو سره حسد كوي په هغه څه چې الله هغوى ته له خپل فضل نه وركړي دي، پس یقینًا مونږه الِ ابراهیم ته كتاب او حكمت وركړى و او مونږه هغوى ته ډېره لویه بادشاهي وركړې وه
4:55↗
فَمِنۡهُم مَّنۡ ءَامَنَ بِهِۦ وَمِنۡهُم مَّن صَدَّ عَنۡهُۚ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا
4-55 نو له دوى نه ځینې هغه دي چې پر ده يې ایمان راوړى دى او ځینې له دوى نه هغه دي چې له ده نه يې مخ اړولى دى، او د (كافرانو لپاره) جهنم كافي دى، چې لمبې وهونكى دى
4:56↗
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِنَا سَوۡفَ نُصۡلِيهِمۡ نَارٗا كُلَّمَا نَضِجَتۡ جُلُودُهُم بَدَّلۡنَٰهُمۡ جُلُودًا غَيۡرَهَا لِيَذُوقُواْ ٱلۡعَذَابَۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمٗا
4-56 بېشكه هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كافر شوي دي ژر ده چې مونږ به هغوى اور ته ننباسو، هر كله چې د هغوى څرمنې (په اور) پخې شي، مونږ به هغوى ته له هغو نه غیر نورې څرمنې وربدلې كړو، د دې لپاره چې دوى عذاب وڅكي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
4:57↗
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدۡخِلُهُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ لَّهُمۡ فِيهَآ أَزۡوَٰجٞ مُّطَهَّرَةٞۖ وَنُدۡخِلُهُمۡ ظِلّٗا ظَلِيلًا
4-57 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو
4:58↗
۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُكُمۡ أَن تُؤَدُّواْ ٱلۡأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهۡلِهَا وَإِذَا حَكَمۡتُم بَيۡنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحۡكُمُواْ بِٱلۡعَدۡلِۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعَۢا بَصِيرٗا
4-58 بېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
4:59↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنكُمۡۖ فَإِن تَنَٰزَعۡتُمۡ فِي شَيۡءٖ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمۡ تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ ذَٰلِكَ خَيۡرٞ وَأَحۡسَنُ تَأۡوِيلًا
4-59 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې هم نزاع (جګړه او اختلاف) وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى
کتنې۴