د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت نساء

❯

سورت نساء · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 84

4:34↗
ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعۡضَهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ وَبِمَآ أَنفَقُواْ مِنۡ أَمۡوَٰلِهِمۡۚ فَٱلصَّٰلِحَٰتُ قَٰنِتَٰتٌ حَٰفِظَٰتٞ لِّلۡغَيۡبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُۚ وَٱلَّٰتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهۡجُرُوهُنَّ فِي ٱلۡمَضَاجِعِ وَٱضۡرِبُوهُنَّۖ فَإِنۡ أَطَعۡنَكُمۡ فَلَا تَبۡغُواْ عَلَيۡهِنَّ سَبِيلًاۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيّٗا كَبِيرٗا
4-34 سړي په ښځو باندې نګرانان دي په سبب د دې چې الله د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او په سبب د دې چې دوى (سړي) له خپلو مالونو نه انفاق كوي، نو نېكې ښځې اطاعت كوونكې دي او د الله په ساتنې سره پسې شا (د ځان او مال) حفاظت كوونكې دي. او هغه ښځې چې تاسو د هغوى له نافرمانۍ نه وېرېږئ، نو دوى ته نصیحت وكړئ او د ملاستې په ځایونو كې ترې جدا شئ او ويې وهئ، نو كه ستاسو خبره يې ومنله، نو (بیا) د دوى په خلاف بله لار مه لټوئ، بېشكه الله ډېر اوچت، ډېر لوى دى
4:35↗
وَإِنۡ خِفۡتُمۡ شِقَاقَ بَيۡنِهِمَا فَٱبۡعَثُواْ حَكَمٗا مِّنۡ أَهۡلِهِۦ وَحَكَمٗا مِّنۡ أَهۡلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصۡلَٰحٗا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيۡنَهُمَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرٗا
4-35 او كه تاسو د دغو دواړو په مینځ كې د مخالفت وېره لرئ، نو یو حَكَم (مینځګړى) د هغه (سړي) له خاندان نه مقرر كړئ او یو مینځګړى د هغې (ښځې) له كورنۍ نه، كه دوى دواړه (ښځه، خاوند، یا ثالثان) د څه اصلاح اراده ولري، (نو) الله به د دې دواړو په مینځ كې موافقت (جوړښت) راولي، بېشكه الله له همېشه ښه پوه، ښه خبردار دى
4:36↗
۞ وَٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَلَا تُشۡرِكُواْ بِهِۦ شَيۡـٔٗاۖ وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ إِحۡسَٰنٗا وَبِذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡيَتَٰمَىٰ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَٱلۡجَارِ ذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡجَارِ ٱلۡجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلۡجَنۢبِ وَٱبۡنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُكُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخۡتَالٗا فَخُورًا
4-36 او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او له لرې يا اجنبي ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي
4:37↗
ٱلَّذِينَ يَبۡخَلُونَ وَيَأۡمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلۡبُخۡلِ وَيَكۡتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضۡلِهِۦۗ وَأَعۡتَدۡنَا لِلۡكَٰفِرِينَ عَذَابٗا مُّهِينٗا
4-37 هغه كسان چې شومتیا كوي او (نورو) خلقو ته د شومتیا كولو حكم كوي او هغه څه پټوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړي دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۴