د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت دخان

❯

سورت دخان · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 498

44:40↗
إِنَّ يَوۡمَ ٱلۡفَصۡلِ مِيقَٰتُهُمۡ أَجۡمَعِينَ
44-40 بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده
44:41↗
يَوۡمَ لَا يُغۡنِي مَوۡلًى عَن مَّوۡلٗى شَيۡـٔٗا وَلَا هُمۡ يُنصَرُونَ
44-41 هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي
44:42↗
إِلَّا مَن رَّحِمَ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
44-42 لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
44:43↗
إِنَّ شَجَرَتَ ٱلزَّقُّومِ
44-43 بېشكه د زقوم ونه
44:44↗
طَعَامُ ٱلۡأَثِيمِ
44-44 د غټ ګناهګار خوراك دى
44:45↗
كَٱلۡمُهۡلِ يَغۡلِي فِي ٱلۡبُطُونِ
44-45 د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي
44:46↗
كَغَلۡيِ ٱلۡحَمِيمِ
44-46 د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان
44:47↗
خُذُوهُ فَٱعۡتِلُوهُ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلۡجَحِيمِ
44-47 تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ
44:48↗
ثُمَّ صُبُّواْ فَوۡقَ رَأۡسِهِۦ مِنۡ عَذَابِ ٱلۡحَمِيمِ
44-48 بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ
44:49↗
ذُقۡ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡكَرِيمُ
44-49 (ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې
44:50↗
إِنَّ هَٰذَا مَا كُنتُم بِهِۦ تَمۡتَرُونَ
44-50 بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه
44:51↗
إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٖ
44-51 بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي
44:52↗
فِي جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ
44-52 په جنتونو كې
44:53↗
يَلۡبَسُونَ مِن سُندُسٖ وَإِسۡتَبۡرَقٖ مُّتَقَٰبِلِينَ
44-53 دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي
44:54↗
كَذَٰلِكَ وَزَوَّجۡنَٰهُم بِحُورٍ عِينٖ
44-54 همداسې به وي او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو
44:55↗
يَدۡعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَٰكِهَةٍ ءَامِنِينَ
44-55 دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي
44:56↗
لَا يَذُوقُونَ فِيهَا ٱلۡمَوۡتَ إِلَّا ٱلۡمَوۡتَةَ ٱلۡأُولَىٰۖ وَوَقَىٰهُمۡ عَذَابَ ٱلۡجَحِيمِ
44-56 دوى به په دغو كې مرګ نه څكي غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي
44:57↗
فَضۡلٗا مِّن رَّبِّكَۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ
44-57 د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده
44:58↗
فَإِنَّمَا يَسَّرۡنَٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُونَ
44-58 پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
44:59↗
فَٱرۡتَقِبۡ إِنَّهُم مُّرۡتَقِبُونَ
44-59 نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت