د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت زخرف · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
تلاوت او پښتو ژباړه · بشپړ سورت
سورة الزخرف
یادونه: د پښتو غږیزه ژباړه له لیکلې ژباړې سره په کلمو کې توپیر لرلای شي. دا غږ د بشپړ سورت دی، د اوسني مخ نه دی.
د مخ شمېره: 489
43:1↗
حمٓ
43-1 حا، ميم
43:2↗
وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ
43-2 قسم دى، په دغه روښانه كتاب
43:3↗
إِنَّا جَعَلۡنَٰهُ قُرۡءَٰنًا عَرَبِيّٗا لَّعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ
43-3 بېشكه مونږ دا عربي قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
43:4↗
وَإِنَّهُۥ فِيٓ أُمِّ ٱلۡكِتَٰبِ لَدَيۡنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ
43-4 او بېشكه دا په ام الكتب (لوح محفوظ) كې زمونږ په نزد خامخا ډېر اوچت، ډېر حكمت والا دى
43:5↗
أَفَنَضۡرِبُ عَنكُمُ ٱلذِّكۡرَ صَفۡحًا أَن كُنتُمۡ قَوۡمٗا مُّسۡرِفِينَ
43-5 ایا نو مونږ له تاسو نه دا ذكر (قرآن) واړوو (بند كړو) بېخي اړول (بندول)، په دې سبب چې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ
43:6↗
وَكَمۡ أَرۡسَلۡنَا مِن نَّبِيّٖ فِي ٱلۡأَوَّلِينَ
43-6 او مونږ په ړومبنو خلقو كې څومره ډېر نبیان لېږلي دي
43:7↗
وَمَا يَأۡتِيهِم مِّن نَّبِيٍّ إِلَّا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ
43-7 او دوى ته به هېڅ یو نبي نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې
43:8↗
فَأَهۡلَكۡنَآ أَشَدَّ مِنۡهُم بَطۡشٗا وَمَضَىٰ مَثَلُ ٱلۡأَوَّلِينَ
43-8 نو مونږ هغه هلاك كړل چې له دوى نه په نیولو (او قوت) كې ډېر زیات سخت وو او د ړومبنیو خلقو مثال (او حال) تېر شوى دى
43:9↗
وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡعَلِيمُ
43-9 او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي
43:10↗
ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ مَهۡدٗا وَجَعَلَ لَكُمۡ فِيهَا سُبُلٗا لَّعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ
43-10 هغه چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ