د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت دخان

❯

سورت دخان · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 496

44:1↗
حمٓ
44-1 حا، ميم
44:2↗
وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ
44-2 قسم دى په بیانوونكي كتاب
44:3↗
إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ فِي لَيۡلَةٖ مُّبَٰرَكَةٍۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ
44-3 بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو
44:4↗
فِيهَا يُفۡرَقُ كُلُّ أَمۡرٍ حَكِيمٍ
44-4 په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي
44:5↗
أَمۡرٗا مِّنۡ عِندِنَآۚ إِنَّا كُنَّا مُرۡسِلِينَ
44-5 زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ ( د رسولانو) لېږونكي وو
44:6↗
رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ
44-6 ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
44:7↗
رَبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ
44-7 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي يئ
44:8↗
لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ رَبُّكُمۡ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ
44-8 نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى
44:9↗
بَلۡ هُمۡ فِي شَكّٖ يَلۡعَبُونَ
44-9 بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي
44:10↗
فَٱرۡتَقِبۡ يَوۡمَ تَأۡتِي ٱلسَّمَآءُ بِدُخَانٖ مُّبِينٖ
44-10 پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي
44:11↗
يَغۡشَى ٱلنَّاسَۖ هَٰذَا عَذَابٌ أَلِيمٞ
44-11 چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى
44:12↗
رَّبَّنَا ٱكۡشِفۡ عَنَّا ٱلۡعَذَابَ إِنَّا مُؤۡمِنُونَ
44-12 اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو
44:13↗
أَنَّىٰ لَهُمُ ٱلذِّكۡرَىٰ وَقَدۡ جَآءَهُمۡ رَسُولٞ مُّبِينٞ
44-13 دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و
44:14↗
ثُمَّ تَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ وَقَالُواْ مُعَلَّمٞ مَّجۡنُونٌ
44-14 بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل:(دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى
44:15↗
إِنَّا كَاشِفُواْ ٱلۡعَذَابِ قَلِيلًاۚ إِنَّكُمۡ عَآئِدُونَ
44-15 بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ
44:16↗
يَوۡمَ نَبۡطِشُ ٱلۡبَطۡشَةَ ٱلۡكُبۡرَىٰٓ إِنَّا مُنتَقِمُونَ
44-16 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو
44:17↗
۞ وَلَقَدۡ فَتَنَّا قَبۡلَهُمۡ قَوۡمَ فِرۡعَوۡنَ وَجَآءَهُمۡ رَسُولٞ كَرِيمٌ
44-17 او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و
44:18↗
أَنۡ أَدُّوٓاْ إِلَيَّ عِبَادَ ٱللَّهِۖ إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ
44-18 چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت