د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت انعام

❯

سورت انعام · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 136

6:69↗
وَمَا عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنۡ حِسَابِهِم مِّن شَيۡءٖ وَلَٰكِن ذِكۡرَىٰ لَعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ
6-69 او په پرهېزګاره كسانو باندې د دغو (عبث بحث كوونكو) خلكو له حسابه څخه د هېڅ شي ذمه واري نشته او لېكن (د هغوى پر ذمه بس) نصیحت كول دي، د دې لپاره چې دوى (هم)پرهېزګار شي
6:70↗
وَذَرِ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ دِينَهُمۡ لَعِبٗا وَلَهۡوٗا وَغَرَّتۡهُمُ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَاۚ وَذَكِّرۡ بِهِۦٓ أَن تُبۡسَلَ نَفۡسُۢ بِمَا كَسَبَتۡ لَيۡسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٞ وَلَا شَفِيعٞ وَإِن تَعۡدِلۡ كُلَّ عَدۡلٖ لَّا يُؤۡخَذۡ مِنۡهَآۗ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أُبۡسِلُواْ بِمَا كَسَبُواْۖ لَهُمۡ شَرَابٞ مِّنۡ حَمِيمٖ وَعَذَابٌ أَلِيمُۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡفُرُونَ
6-70 او ته هغه كسان پرېږده چې خپل دین يې لوبه او تماشه ګرځولى دى او دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي او ته په دې (قرآن) سره نصیحت كوه، چې كوم نفس د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك (نه) كړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (نفس) لپاره له الله نه پرته نه څوك دوست وي او نه سفارشي او كه دا (نفس) د ځان د خلاصون لپاره فدیه وركړي، هر قسمه فدیه (،نو) دا به له هغه نه قبوله نه كړى شي، دا هغه كسان دي چې د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك كړى شوي دي، د دوى لپاره ډېرې ګرمې اوبه څښاك دى او ډېر دردوونكى عذاب دى، په سبب د هغه كفر چې دوى به كاوه
6:71↗
قُلۡ أَنَدۡعُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰٓ أَعۡقَابِنَا بَعۡدَ إِذۡ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ كَٱلَّذِي ٱسۡتَهۡوَتۡهُ ٱلشَّيَٰطِينُ فِي ٱلۡأَرۡضِ حَيۡرَانَ لَهُۥٓ أَصۡحَٰبٞ يَدۡعُونَهُۥٓ إِلَى ٱلۡهُدَى ٱئۡتِنَاۗ قُلۡ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلۡهُدَىٰۖ وَأُمِرۡنَا لِنُسۡلِمَ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
6-71 ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په شا وګرځول شو وروسته له دې چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دى نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، همغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو
6:72↗
وَأَنۡ أَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّقُوهُۚ وَهُوَ ٱلَّذِيٓ إِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ
6-72 او دا چې تاسو لمونځ قايموئ او له الله نه وېرېږئ او دى همغه ذات دى چې خاص هغه ته به تاسو ورټولولى شئ
6:73↗
وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّۖ وَيَوۡمَ يَقُولُ كُن فَيَكُونُۚ قَوۡلُهُ ٱلۡحَقُّۚ وَلَهُ ٱلۡمُلۡكُ يَوۡمَ يُنفَخُ فِي ٱلصُّورِۚ عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِۚ وَهُوَ ٱلۡحَكِيمُ ٱلۡخَبِيرُ
6-73 او دى همغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه سره پیدا كړي دي او (یاده كړئ) هغه ورځ چې وبه وايي: موجود شه! نو هغه به موجود شي، هم د هغه وینا حقه ده، او خاص د هغه لپاره حكومت دى په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، (هغه) د پټو او ښكاره څیزونو عالم دى او همغه ښه حكمت والا، ښه خبردار دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۰