د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت نساء

❯

سورت نساء · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 105

4:171↗
يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ لَا تَغۡلُواْ فِي دِينِكُمۡ وَلَا تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلۡحَقَّۚ إِنَّمَا ٱلۡمَسِيحُ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلۡقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرۡيَمَ وَرُوحٞ مِّنۡهُۖ فَـَٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦۖ وَلَا تَقُولُواْ ثَلَٰثَةٌۚ ٱنتَهُواْ خَيۡرٗا لَّكُمۡۚ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ سُبۡحَٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٞۘ لَّهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۗ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلٗا
4-171 اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلُوّ (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى زه د هغه پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز
4:172↗
لَّن يَسۡتَنكِفَ ٱلۡمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبۡدٗا لِّلَّهِ وَلَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ٱلۡمُقَرَّبُونَۚ وَمَن يَسۡتَنكِفۡ عَنۡ عِبَادَتِهِۦ وَيَسۡتَكۡبِرۡ فَسَيَحۡشُرُهُمۡ إِلَيۡهِ جَمِيعٗا
4-172 هیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د الله بنده وي او نه ملايك (دغه عار ګڼي) چې مقرب دي او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي
4:173↗
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمۡ أُجُورَهُمۡ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضۡلِهِۦۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسۡتَنكَفُواْ وَٱسۡتَكۡبَرُواْ فَيُعَذِّبُهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا
4-173 نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي‘ نو هغه به دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او له خپل فضل نه به دوى ته (نور) زیات وركړي او پاتې شول هغه كسان چې عار يې وكړو او لويي يې وكړه، نو هغه به دوى ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي او دوى به د خپلو ځانونو لپاره له الله نه سوا (بل) نه څوك دوست ومومي او نه مدد كوونكى
4:174↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدۡ جَآءَكُم بُرۡهَٰنٞ مِّن رَّبِّكُمۡ وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكُمۡ نُورٗا مُّبِينٗا
4-174 اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده
4:175↗
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَٱعۡتَصَمُواْ بِهِۦ فَسَيُدۡخِلُهُمۡ فِي رَحۡمَةٖ مِّنۡهُ وَفَضۡلٖ وَيَهۡدِيهِمۡ إِلَيۡهِ صِرَٰطٗا مُّسۡتَقِيمٗا
4-175 نو هر چې هغه كسان دي چې پر الله يې ایمان راوړو او پر (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۴