پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د ښاغلي نصرت وفا شعرونه
12 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
شاعر نصرت وفا چې له اره د کنړونو ولايت مرکز اسعداباد ښار د کرهالې اوسېدونکى دى چې په 1377 لمريزکال باجوړ ايجنسۍ کې د هجرت په ورځو شپو کې يې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي. خپلې خاورې ته له راستنېدو وروسته يې ياد ښار(اسعداباد) کې په زده کړو پيل کړى او د 1394 لمريز کال پاى کې له عمرا خان عالي لېسې څخه فارغ شوى دى. د ده په وينه کې د شعر او شعر ليکنې مينه د ښوونځي له دورې راهيسې په څپو ده، شاعري يې د زړه درد ته ټکور وګڼه دا لامل و چې ځوان شاعر خپل هنري قلم هڅاند ساتلى او د مينې سندرې او خوږې نارې يې د کنړي سيند له شور او مستيو ډکې دي. له شعر وشاعرۍ سره بې کچې مينې ده ته د 1396 لمريز کال کې سيد جمال الدین افغان پوهنتون پښتو ژبې او ادب څانګې ته يې لاره وموندله چې لا يې پوهنتوني زده کړې دوام لري، ښاغلي وفا تر ډېره په غزليز فورم کې خپل خيال او فکر راغبرګ کړى دى چې تر ډېره يې موضوع پر مينه راڅرخي. د ليکوال او شاعر خوښي دا وي چې څومره ډېر وګړي د دوى فکر لولي چې په دې کار سره يې د خيال نيلى لا نور په توندو او لويو ګامونو ځغاستي. نوموړي په دوو بېلابېلو شعري ټولګو کې اشعار چاپ شوي دي؛ يو يې (جانانه ستا په انتظار کې) (مېکده) اول ټوک دوهم ټوک او دريم ټوک څلور واړه کتابونه د ده په ګډون نورو شاعرانو اشعار هم پکې دي. په مېکده کې زيار او ټولونه هم د ده مينه ده چې د وتلو شاعرانو غوره اشعار يې پکې ځاى کړي دي.
په دغه هنري يون کې ورته لا نور برياليتوب غواړو فکر يې څپاند او قلم يې هڅاند اوسه!
غزل
نـــــور د يــــــارانې خبــــــري نه کوم بس د ميـــــکدې خبـــــري نـــــه کوم تــــه رانــــه د هغــــې مينه هيره کړه زه بــــــه د هغې خبــــــري نــــه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
زه پــــه دې پــــوهه يــــم چې چا مې زندګې وخوړه اوس درتـــــه نـــه وايـــــــم چې تا مې زندګې وخوړه نن په ښيښه کې د خپل…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
کله چې صـــنم ته غــــاړه ورکړمـــه زخم يم مرحـم ته غـــاړه ورکړمــــه پاتې شې کـارونـــه د دنــــيا رانـــــه کله چې چــيلم ته غـــاړ ه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
اوس پکې يــو بـــل ته غزل نـه وايي ځکه مې اوربـــــل تـــه غزل نـه وايي ټول غـــــزل پـــــه خپله وينه ليـکـمه تــــه بـــــه مې غزل…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
خاورې زنــدګي مې شوه ځـــه ښه وشو تــــا سره يــاري مې شوه ځـــه ښه وشو تـــا چې راتـــــه کومـــــــه جنۍ وښوده خوښه د زړګي مې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
د سترګو تـــور غواړمه وجود کې شور غواړمه تاسره ژونــــد کوومـــه تاسره کــــور غواړمــــه چې غيرتي وي خدايــه يو داسې ورور غواړمـه سترګې د يــار…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
هـــــغې ويلـــي د هــــغې نـــــــــه کيږي زمــا پــــه دې کلي کې شپې نـــــه کيږي سري ماښام کې خولګۍ واخلـــه پيـــره بيا چې پـــه نيمه شپه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
قتــلونــــه دي ويرونـــــــه دي ژړا ده چې دا ولې ؟ صاحبه ستاسې شونــډو کې مسکا ده چې دا ولې؟ بمـــونـــه وې چاودني هره ورځ په…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
که درنـــه سل ځـــــله قربان شمه نو څه به وشي؟ يا چرتـــه زه د چـــــا جانان شمه نو څه به وشي؟ که چرتـــــه ته زمـــا…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
هغې تـه ووايـــــه چې نـــوره يارانه نه کيږي زمــا او ستا ترمنځ جانــــانه ګوزاره نه کيږي د مينې زور وو نــو شوخې ځکه ومې کــــړله…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
تاسره شور خوند کوي ماسره زور خوند کوي ستا په دې ټول وجود کې د سترګو تور خوند کوي د غټو سترګو سره اوربل دي…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
چې زمــــــونږ د کــــلي تللې ژړېـــــــدلې ژړېدلې چې پـــــه شا شا دې کتـــلې ژړېـــــــدلې ژړېدلې چې ته ډيره بــه خفـه شوې خو بيا هم زما…
بشپړ شعر ولولئ ←