د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نصرت وفا شعرونه

غزل

تاسره شور خوند کوي
ماسره زور خوند کوي

ستا په دې ټول وجود کې
د سترګو تور خوند کوي

د غټو سترګو سره
اوربل دي خور خوند کوي

ژړا دې ورکه شې تل
خندا هر لور خوند کوي

چې مسافر شوم وايم
اختر په کور خوند کوي

د دنيا مينه څه وي
مينه د مور خوند کوي

د نصرت زړه مې مات کړو
اوس يې ټکور خوند کوي
د شاعر نور شعرونه ←