د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
شهنواز بافر

غزل

تصوير دې وګورمه بيرته يې په زړه کې کيږدم

غنم چې وربيمه لور په ديواله کې کيږدم
د خداى نه ځار شمه هم هغه ډوډۍ وسوزيږي

ستا په مراد چې کومه زه په تناره کې کيږدم
دغې خبرې سودايي کړمه حيران يمه زه

سترګې مې ايښي دي په مخ نظر په څه کې کيږدم
د زمکې سر د اور لمبې واخلي دنيا وسوزي

چې هر قدم ورباندې ستا په بيلتانه کې کيږدم
باقره! دا ارمان به ځان سره خپل ګور ته وړمه

ستا په مړوند باندې به سر په ژوندانه کې کيږدم؟؟

د شاعر نور شعرونه ←