د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
اسما لمر

غزل

بهیږم لکه اوښکه په نظر کې درپسې

‌‌‌‌‌‌ډوبېږمه ګوهره سمندر کې درپسې
یو وخت وو ماتولې به مې سر په سر وعدې

اوس کاڼي لټومه دزړه غر کې درپسې
مستي د ګرېوانه درپسې وزي له تڼيو

غرور مې یوه څړیکه شي په سر کې درپسې

‌‌‌‌‌‌

څلورو دیوالو کې دتا سترګو کې مې سترګې

دروړم دا خاطرې دې په څادر کې درپسې
دتا لټون کې شپې را باندې دومره اوږدې شوې

ډېوه اوس ګرځومه زه په لمر کې درپسې

••••••••••••

د شاعر نور شعرونه ←