افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
پتنګان دي
نه د پوهې، نـه علمونو پتنګان دي
پـښـتــانــۀ د جـهـادونــو پتنګان دي
تا به هیچرې سوړ نکړي، فکر مـه کړه
جنګه! ټول، ستا د اورونو پتنګان دي
اتلان دي، دې ټـولـنـه کې هم هغه
چې تیارو او تــورتمونـو پتنګان دي
غــوڅــوي هغه ســرونـه له تنې نـه
چې د علم مـشـالــونـــو پتنګان دي
داسې خلکو سره اوسم، چې پکې ټول
سل فـيـصده د جنګونــو پتنګان دي
نور يې هـر عمل کافر دی اې سعوده!
تش روژو او د لمنځونو پتنګان دي