د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
رحیمه پښتونیار

غزل

نن مې د غم پیــــاله شراب نــــڅوي

د سترګو نـــم کې مې شباب نڅوي
بربڼـــه چـــا مې کړه د عشق پرښته

چې محبــت در کې حـــجاب نـڅوي
د ژوند سلګۍ مې سندریـــزه شـولې

نغمې یې ماته خـــوږ ربــاب نڅوي
د ویرانو ازغــو ته مــــه ژاړه زړه

په وچ بدن کې د درد تــاب نڅـوي
رنګ مې مه ګوره د نصیب صیاده

د ژوند ډګر کې تور عقاب نــــڅوي
چې ځان ،ځاني وه غرور یې کاوه

رحیمه اوس هغه جناب نــــــ-څوي

د شاعر نور شعرونه ←