د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
سپوږمۍ خرم

غزل

نه کوی اقرار دی نوره ستړې کړم

بس دی انتظار دی نوره ستړې کړم
چم ګاون‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ کښې یاده په شرابو شوم

غم ددی خمار دی نوره ستړې کړم
بس دی کنه نور جنګونه مه کوه

بس دی په آزار دې نوره ستړې کړم
تورو شپو کښې هر کتاب دعشق ګورم

زغم د دی انکار دی نوره ستړې کړم
نیمګړۍ ده دنیا او دا نیمګړی ژوند

صبر دمقدار دی نوره ستړې کړم
ستوري د اسمان شمار په خپل هنر

واه سپوږمۍ رفتار دی نوره ستړې کړم
سپوږمۍ

د شاعر نور شعرونه ←