افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
دا سپين لمر دا ستا پشان دى بختوره
زه سپوږمۍ په توره شپه شم درته ګورم
ستا ياري د مجازي دونيا تصوير دى
زه به سپينه ائينه شم درته ګورم
د نظر غشې دې بل طرف ته مه وړه
زه له تانه صدقه شم درته ګورم
چې د مصر بازارونه او بادشاهي وائ
ته يوسف زه زليخا شم درته ګورم
د هوسۍ زړه د انسان دي ورته پام کړه
هسې نه درنه خپه شم درته ګورم