د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ښاغلي شاهنواز باقر شعرونه

غزل

د دوهم ځل د محبت لپاره زيار پکار دى

زما د زړه په وران محل باندې لږ کار پکار دى
ماته کتاب او قلم راکړئ هر ميدان ګټمه

ماته يو ډال پکار دى ماته يو تلوار پکار دى
د زړه جومات کې مې غمونه اعتکاف ته ناست دي

اختر به کله وي نور څومره انتظار پکار دى؟
ستوري رنځور دي د سپوږمۍ پسې اسمان خفه دى

تيارې تړمه په زنځير باندې سهار پکار دى
يا به ګريوان ګنډم او يا به پرې پرهر ګنډمه

باقره څه يې کوي ته خو زما تار پکار دى

د شاعر نور شعرونه ←