افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
ما او غنمرنګ ته سوله راولئ
خدايه دغه جنګ ته سوله راولئ
ستړې کړمه نوره وينې وينې ښار
وينې وينې رنګ ته سوله راولئ
چيرته چې زه ځم ګورم لمبې لمبې
نوره زما څــــنګ ته سوله راولئ
دا وارې به بيا ځوانان سرونه خوري
داوارې غورځنګ ته ســـــوله راولئ
زه او جنګ د يو تاريخ همزولي يو
جنګ او زما منګ ته سوله راولئ
واه ســــپوږمۍ دعا وکړه يريږمه
دغه کلى ړنګ ته سوله راولئ