د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
سپوږمۍ خرم

غزل

وجود کې مې لا وينه پښتنه ده پښتنه يم
بس چاته به يم سپکه زه او چا ته به درنده يم
ته بې له مانه هيڅ نه يې فنکاره ليونيه
ســـــندره غرنۍ يمه غزل یمه ټپه یم
نظر مې شرابونه دي بې جامه به خمار شې
نــظر مې شـــــــرابونه دي نايابه ميحانه يم
رګونه مې بدن کې شنه سره وينه تور زلفان
ته وګوره لاليه د افــــــغان مــــلي جنډه يم
قومونه به راټول کړم په دې خيال چې سوله راشي
مـــــــــلاله دوردګو يم د ســـــولی ترانه یم
تيارې رانه په مـــــــنډه دې خبر يې ته کنه
سپوږمۍ د څوارلسمې يم په هر لوري خوره يم

د شاعر نور شعرونه ←