افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
په مرمیو لګیدلی زمونږ زړونه
دا په سه شی چاودیدلی زمونږ زړونه
هره ناوۍ پیغله پاتی شوه کونډیږی
چا په سرو لمبو شیندلی زمونږ زړونه
نه څه کیږی نه رغیږی نه پوهیږم
دا په چا پسی وتلی زمونږ زړونه
محبت ته پیدا شوی پښتانه یو
د الفت په تار پيېلی زمونږ زړونه
بس دی نور دظلم زور د تابه نه یو
دوی په هر نظر څیرلی زمونږ زړونه
د سپوږمی سترګی چی ډکی دی له اوښکو
په سرو وینو لمبیدلی زمونږ زړونه