افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
پکتیا ته
سر نه چی تر پښو په غـم لـړلی دی
همدغـه خو انـجـانه زمونـږ کلــی دی
سری ئی شولی دښتی او کـوڅی واړه
کــوم ظالــيـم په ويـنو لـمبـولــی دی
نه ښکاريږی ستوری نه سپوږمی ښکاری
دلـته شين اسـمان لـوګـو نـيولـی دی
وو وراوه خـــــدايـــه د رحمت بـاران
دا وطــن خو ټـول کرکی نيولـی دی
چاود به د انجان زړه شی ضرور پکی
خـوب مـی په والله دغـه لـيدلی دی
————————————–
شهيدانو ته جنت او زخميانو ته عاجله او کامله شفا له خدايه غواړم