د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عظم الدين عليمي

د اتفاق لار

راشـئ خـبـرې ټـولـې پــرېــږدئ پرونۍ پرونۍ
ورکــــړئ دا سـخــتــه ازمـــویـــنــه نننۍ نننۍ
د بـوسـو لانـدې د اوبـو بـیـونـه څـه په کار ده

سـتـرګــې مــو ولې پـټــوئ لـه روشنۍ روشنۍ

د زوال لار بـانـدې کاروان له تګ راوګـرځــوئ

شـرم دی خـپـل منځ کې روانې تربګنۍ تربګنۍ

وسمهال مخ دي له خـطـر سره تاریخ جغـرافیه

وژغــورئ خــــاوره مـقــدســـــه مورنۍ مورنۍ

هیواد ګد کور دی هر افغان په کې خاپوړې کړي

تـش یـو څـو کـسـه پـرديـپـال ښـه پيژنئ پيژنئ!

تـېـرمـهـال لارو د نـفــاق زخمي زخمي کړ وطن

د اتـفـاق لاره کــړئ خــپـلــه ســـــږنۍ ســــږنۍ

د بهرني تـېـري پـه وخـت افـغـانان یولاس کېدل

راځـئ ژونـدۍ مـو عـنـعـنـه کـــړئ پلرنۍ پلرنۍ

لـربـر افغانه پـام کـړه زړونه درنه لـربـر نه شي

نـقـشـه تـرسـیـم کــړئ د یـووالـي سبانۍ سبانۍ

د اټک پله باندې تور سور زرغون بیرغ ودروئ

شــنـډه بــدرنـګــه دســیــســه کــړئ لندنۍ لندنۍ

روضه کړئ جوړه پيښور کې د میوند د فاتح(ا)

نــوم د مـلالـې هـم کــړئ حـک پــه ودانۍ ودانۍ

تـېـر تـاریـخي پـرتم ژوندی د پيښور د ښار کړئ

ښـکـلـې پـلازمـېـنـه بـیـاځــلـي کړئ ژمنۍ ژمنۍ

«علیمي» هـوډ د ولسو بـه يـې ټوټې ټوټې کړي

اغـځــن تــارونــه پـنـجـابـي پــــــه اسانۍ اسانۍ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(ا) د میوند فاتح سردار محمد ایوب خان

د شاعر نور شعرونه ←