افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
ژوند مې خپل انداز سندره کړی دې
ما د زړه اواز سندره کړی دې
تل د خپل احساس سره په جنګ یمه
تل مې دغه راز سندره کړی دې
ستا هره ادا راباندې ښه لګي
ځکه مې ستا ناز سندره کړی دې
ما یې د انجام پروا ونه کړله
میني مې اغاز سندره کړی دې
څومره یې اثر دی غږولو کې
سوز سره مې ساز سندره کړی دې
الوزي بیداره بره ستورو ته
زړه ته مې پرواز سندره کړی دې