افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
زړه چې پردی شي سـړی څه وکـړي نو ته ووایه
په زړه رسیـږی د چا وس اشنا له زړه ووایه
څه دې چې خوښه وي کوه یې زما وس څه رسي
خیر دی زغمم يې خواږه مه وایه ترخه ووایه
نـن وايـې نـدې یمه یـار پـرون دې خـپل ګـڼلم
چې راته ویلې دې اشنا په هغه خوله ووایه
نده تودوښه دومره ښه هر څه لمبه لمبه کړي
لږ شه موسکۍ په ناز ادا ساړه ساړه ووایه
زړه کی لیکلی مې ستا نوم بل پکی نه ځاییږي
مخ د رقیب کې ښه په زور لږ يې پاخه ووایه
چی شی مالـومه دونیا والو ته یاري زمونږه
پرته له ډاره هم يې زه وایم هم ته ووایه
لا داخله مې د غــزل مکتب کې شوې نده
وايې ملــګری چی انجانه څـه نا څه ووایه