د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
زلمی نصرت

یووالی

اجـنـبـیـان کـه درس وانـخـلي له پـرونـه

یا به تښتي یا به بایلي خـپل سرونه
کـه غـلـیـم دې سکندر وي کـور د باندې

خټین کور به دې وران نه کړي له بیرونه
که د غـلـو سره د کـور سړی دې مل شي

فولادې دیوال به ړنگ کړي له درونه

د پردو تړون د گټو پر بنیاد وي

ته هم خپل بنیاد ته وکوه سوچـونه

له پردو نه ولې، ولې رڼا واخلو
چې په ملک کې مو بهیږي دریابونه

هـنر نه دی چې د بـل په زور پاچا شي
چې په خپل ملک کې لري مضبوط قومونه

که قومونه سره یو شي ای نصرته
نه به غم وي نه به وي نور دا جنگونه
۰۳.۰۵.۲۰۲۱ ـ دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←