پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
نلــــرمه تــــوان نــــــور د زغمــــــلــو زه
نشــم پــائــیــدی بــې لـــه خـــوړلـــو زه
مـن د کـــچــــالــو شــولــو په اوه سوه
ویلـــۍ شــم د غـــوښــې په لــیدلــو زه
سترګـــې مې ړنــدې لـوبـیا نخـود پسې
ورک شــم د پــــــلـــو پــه بـوئـیولــو زه
شام مدام تریخ چای وچه ډوډی خورمه
نــه یـــمـــــه جوګــــه ځان مړولـــــو زه
څو پـورې میلــمه د مجــبوریت بـه یــم
ســـتــــړی شومـه ډیـر پــه کــړیــدلو زه
پاو کـیلو خرڅـیږي اوس د من پـه ځای
بــر نــــه یــم د څه پـــــه اخستلـــــو زه
شپې سـبا کــومـه د تیارو غــیـږ کـــــې
نــه یـــــــمـه قـــــــادر پــه رڼــــولـــو زه
وچ مـې شـو بــــدن لـــکـه لــرګی هسې
پـروت یـم پـه بســــــتر د رنـځــیدلو زه
مات یم په زړګي رنـګ ته مې مه ګوره
نشــم جــوړیــــــدی پــدې درملـــــــو زه
خــدایه رحــم وکـــړه تاته ســوال کــوم
څو به یــم اخـتــه په غم ژړلـــــــــو زه
نلـــــرمه تـــــوان نــــــور د ستــم جـــبر
خوښ یم د مرګـــې غیږ ته په تلـلــو زه
څـه خوښـي خـندا وکــړم انـجـانه اوس
کــله یــم جــــــــــوګه د خــنـدیــدلـو زه