افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
له چا سره موسکی یم چرته ویر غوندې ولاړ یم
زه تل پخپل وجود کې د تصویر غوندې ولاړ یم
شرنګېږي مې په روح کې د ړندو شمعو سرود
د تورو ماښامونو د بهیر غوندې ولاړ یم
نه چا وعده راکړې د راتلو وي نه د زنګ
خو بیا هم تر سهاره د شوګیر غوندې ولاړ یم
یو ښکلي راته جوړ دی د خوږې مینې زندان
او زه پکې د عمر د اسیر غوندې ولاړ یم
هغه به ولې نه کوي خویونه د خانۍ
چې زه یې دروازه کې د فقیر غوندې ولاړ یم
د ستورو په هجوم کې شومه ورک لکه غزن
د تورو شګو منځ کې د اکسیر غوندې ولاړ یم