د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
مصطفی آرین

غزل

ما ستا په چم ستا د سکوت ترجماني کړې ده
ما د غزل دفن په ژبه فنکاري کړې ده

د ښائيستونو د مالک په دې هنر او تدبير
هرڅه يې جوړکړوخو پر تاباندې خواري کړې ده

قسم مې مات کړو خو توبه را باندې مه ماتوه
ما خپل ضمير ته د ايمان زيمه واري کړې ده

د تهجد په اوداسه سهار لمانځه ته ناست يم
ما ټوله شپه خدای ته دوعا کړې زاري کړې ده

په پريښتو کې چې د سولې پريښته شته او که نه ؟
خدايه ما ستا په حمايت کې بنده گي کړې ده

حالاتو سم د وخت موزون قيافه کړه گډه وډه
چا په جنت غوندې مې کلي بمباري کړې ده

دا کورد چا دی ور يې مات دی او ځنځير نلري
پيغله يې شپه اين تر سبا پيره داري کړې ده

ځم د آرين د سينې دښتې نه گلان ټولوم
دلته د نيمې شپې شبنم پکې مستي کړې

د شاعر نور شعرونه ←