افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
ما وروستی سلام در وکړ، زیاتي لاړم
تا تش لاس راته جګ نه کړ ځکه ژاړم
طبیبان تېرو تېغونو سره ګرځي
خپل ټپونه مې پوستکي کې رانغاړم
د نفرت د اخري حد ننداره ده
آینې ته یم ولاړ او آینه داړم
وروستۍ هیلې مې تازه سلګۍ شروع کړې
بېکسي ده، ورته غلی غلی ژاړم
د بریښنا پړک ته په تمه یم چې وشي
خپل تیاره کور ته ترې لږه رڼا غواړم
هدیره کې مې خپل قبر نور ورکیږي
خدایه جګ مې کړه چې خپل بیرغ مې راوړم
په تسخیر د فضاء ټول خلک روان دي
زه بدبخت ( نعمان) په ماتو پښو ویاړم