افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
د غنمو شین کمیس
. ته د ټولو غیږو ، غیږو رڼا ګانو پیغله مور یې
دا خبره هغه باغ هم راته وکړه
. چې مڼو ته یی سور رنګ و ، ستا له شونډو نه ، پټ کړی
د باران مغروره لور یې !
دا خبره د غنمو هغه وَږي راته وکړه
چې یې تیره ورځ ، له تندې ساه ختله
شین کمیس یې و اغوستی
اوستا سترګې
دوه روښانه لکه ورځې ، تورې شپې دي
او ستا سترګې !
دوه خاموشه ، محشرونه !
دا خبره هغه دنګ غره ، بیګاه ځانه سره وکړه
چې یې چیغې وې سینه کې تیږه شوې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وږی : خوشه : دغنمو وږی