د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
دیاسنګهـ انجان

غزل

کال خو بدل شو فکر او خیال بدل کړﺉ
ونغاړی مـټې د ژوندون حال بدل کړﺉ

هـــغـــه بـــربــــاد زه د ابـــــاد اوسمه
بس دی نور خدای ته دغه سوال بدل کړئ

د ټولو خیر کې زمونږ خیر دی ضرور
پـه دغه خـیر کې یــو مـثال بـدل کړی

ساندې او سانــدې خـــندا ولــې نشته
نــوره د دغـه راګ سُرتـال بدل کــړی

چـې رڼـــا نه خـپــروي څـه پــکار دئ
دغه بـې نـوره خړ مشال بــــدل کړئ

ځـو د هسـتئ ډګـــر ته بس ملــګـرو
د آس له پښو د نیسـتئ نال بــدل کړئ

په سوال انجـانـه نه بدلـیږي ژونــدون
خـــپل مقــدر پخپل کــمال بـدل کـړئ

د شاعر نور شعرونه ←