د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
نورمحمد لاهو

لکه سیند

لکه سیند ….

لا مې هم ستا د یادونو ، سره زخمونه ،
په سینه کې
د باران د لامده غږ په څير تازه دي
پیړۍ وشوې
یاره ستا پر شنې لمنې ، دا ګلان ،
هسې تازه دي

او اوس هم چې آسمان شین وي
یو شاعر په نیمه شپه کې بام ته خیژي
او د ستورو پر سینو دې ، لیکل شوې سترګې ، ژباړي

چیرته لوړه غونډۍ ګورم
یوناڅاپه یو زیارت او یوه ګڼه د توت ونه ، هم پیدا شي
ته یې سیوري ته د ګل په څير شنه کیږې
د سوسن په سپین کمیس کې ، ارغوان ، ارغوان کیږې
موسکۍ شونډې او په اوښکو لمدې سترګې
لا دې هم خوږو لاسونو کې ، مڼې وي

داد ې ډير کلونه وشول
لکه سیند چیغې په غیږ کې درپسې یم
لکه بې موره هوسۍ ، غږ مې په غره کې تیږه کیږي
زړه مې نه درنه صبریږي

د شاعر نور شعرونه ←