د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ښاغلي عبدالا حد پیغام شعرونه

غزل

دا کلی د جانان دی هر قدم به په ادب اخلې
گلابه د زړه وینې د شبنم به په ادب اخلې

دا ښار د ښکلو ښار دی ښکلي زړونه په کې میشت دي
غلیمه هر گوزار د خپل ستم به په ادب اخلې

دا شرنگ یې د پایزیب زما وجود رڼا رڼا کړ
مطربه د نغمو هر زیروبم به په ادب اخلې

دلته هر گام کې د نفرت وحشي ښامار دی ولاړ
زړگیه د دې لارې پیچ وخم به په ادب اخلې

د عشق په پاکبازۍ کې بد مستي بې ادبي ده
پیغامه گل گل شونډې د صنم به په ادب اخلې

د شاعر نور شعرونه ←