افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
له تانه څومره لرې، آه له ځانه څومره لرې
له زړه نه څومره لرې، له ارمانه څومره لرې
د درد له ګرده جوړه، د ټکور د اوبو خوبه
خوړلې یم دردونو، له درمانه څومره لرې
دا ځمکه مې له پښو نه تښتوي دا ځینې خلک
یه خدایه زه ناچاره، له آسمانه څومره لرې
نو زه څه ملامته یم، میینه یې پیدا یم
په غیږ کې د جنون مرم، بیابانه څومره لرې
د عشق د لیمو اوښکه یمه غم په مخه کړې
له سترګو راروانه، له ګرېوانه څومره لرې
زما د شونډو دښتې به خود شاړې وي آشنا
زه ستا د محبت له شنه بارانه څومره لرې
مزل مزل ژوندون و، خو در ونه رسېدمه
زه څومره لرې تانه وم، ته مانه څومره لرې
فنا دې کړه په مینه کې کافره، مسلمانه
فنا دې کړه له دین او له ایمانه څومره لرې