افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
ښه ایمــانـدار دلــــته په غـــــل بــدل شي
تــــقــــدیـر بـه کلــــه د کابــــــل بــــدل شي
وطـن جـوړیــږي دې کـــې شک نشــته دی
زمـونــږ فـکـــرونـه چې یو ځـل بــــدل شي
ته چــې ما وګــــورې کــوڅـې کې اشـــــنا
زما وي پــام چـــــې د تا پل بــــدل شي
لاس به مو ډک شونډې مُسکـی به ګــرځو
زمونــږ گــفــتار چـې په عمــل بدل شي
نـور به بـــــدلـــیږي پـــدې شرط خامــخا
ناصیح ضــرور دی چـې اول بـــــدل شي
پــدې وطـن کــــې دا رواج دی میـــــــرات
غـل د پـــــرون نــن په اتـــــل بـــــدل شي
د تـیـري کـــرکــــې بد دســتور انجـانه
دوعــا کـوه چې پـه څه چل بــدل شي