افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
زه څه او وایم که چپ شم وطنداره؟
بې قراره یم ———-خطا ده رانه لاره
یعني——– هر څه له اسمانه نازليږي؟
یعني—زمکه په هر حال ده ګناهګاره؟
یعني دلته نظام هر حال کښې سپین باز دی؟
یعني— فرد او خدای کوي هره یوه چاره؟
یعني ———–ژوند دی په توکل، متوکله ؟
یعني—— هیڅ بندوبست هم نشته باداره؟
یعني– ګل به په هر حال وي د پښو لاندې؟
یعني—– هيڅ تپوس به نه کيږي له خاره؟
یعني——– دا هر څه به دغسې روان وي؟
یعني ———جرم به وي سوال پروردګاره؟
یعني———— هر ممتاز به وي ازار وهلی؟
هئ ——-+–د زړه کرکه د ستا اوشه آزاره