د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
دیاسنګهـ انجان

غزل

شروع له میــنې نه کـــوم بـیا کار به نور کومه
له میــنه ګـــــرو سره یاره کلـــی کـــور کـــومه

سوځــم د کـرکـې تیري بـوټـي د الفت په لـمـبو
صـبر شو ډیــر نــوره لــمـــبې کــومه اور کومه

ولې له مينې ئې مخ واوښتو کرکجن ولې شول
هـغـو یارانـو ته به تل دغـــه پـــیغـور کــــومه

په هر څه شته وطن کې بیا هم خوار او زار ولې یم
خدایه تر کله به زه سـوال کــومه پور کـــومه

زما دې سوچ ته خامخا حیران هر څوک پاتې دی
په پـردی تــوره او ټـــوپک قـتل د ورور کومه

له کلـي کور یم مسافر سـتاسو په څیر یارانو
د هجرشپو کې مې زړه تنګ دی ځکه شور کومه

نــوره خو لـوټ یمـه تالا یمـه بې کس بې وسه
انـجــانـه ســتا په غـــزلـو د زړه ټـــــکور کـومه

د شاعر نور شعرونه ←