افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
کــه په هوا شم د هوا شم خوند به اوکړي که نه؟
او که نه بالکل بې پروا شم خوند به اوکړي که نه؟
شــــېرينه ياره غــږ را اوکړه دې الغاو تلغاو کښې
که فيصله اوکړم او ستا شم خوند به اوکړي که نه؟
څــــــــــــه مضافات څه ښاريه بې نوايي فېشن دی
کــــه مخالف يې شم نوا شم خوند به اوکړي که نه؟
ژونده ځـــــــان پور راته لــــېدۀ شي.له څلور اړخه
کــــه دا ځان ختم کړم ادا شم خوند به اوکړي که نه؟
کــــــــــــــه دا نازله شپه په ځای پرېږدمه والوځمه
او زه تنــــــــها چرته سبا شم خوند به اوکړي که نه؟
کاش د خــــپل ذات مېله کښې ورک شمه يوه لسيزه
بيـا ناګــــــــــــهانه را پيدا شم خوند به اوکړي که نه؟
مـــــــــــــــــمتازه ښه که يار بدل په مستانه ستار شي
او زه بـــــدل په سا ری ګا شم خوند به اوکړي که نه؟