د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عنایت صافی

اوړي راوړي

د وطن کیسه اوږده شوه اوړي راوړي
له واخانه تر بولانه اوړي راوړي
د سیاست بازار ته ټول یو ننوتي
هر یو هر یو ته پیغور دی اوړي راوړي
د عقدو او بدو بینیوو محشر جوړ دی
تهمتونه هره خوا دي اوړي راوړي
مونږ د خپلو مغزو واک بل ته ورکړی
بس خبره ده پنجاب ده اوړي راوړي
چی تر څو د وطن مینه خپله نه کړي
په تورخم به په وهلو اوړي راوړي
دا ولس دغه ملت ته چی زه ګورم
بس پیړۍ به یی په مخکی اوړي راوړي
که بیدار نشو یو بل ته لاس ورنکړو
دا د غم کیسه به هر وخت اوړي راوړي

جولای ۲۵، ۲۰۲۲

د شاعر نور شعرونه ←