افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
د زړه له درده یوه ترخه غوندې موسکا مې وکړه
له زړه مې وینې څڅیدې په خوله خندا مې وکړه
چې په بازار د حسن راغلمه هرڅه وو پکې
زه خالي لاس وم درڼو اوښکو سودا مې وکړه
ما د هیواد بچي ته وویل ښوونځي ته لاړشه
هله نو مړ مې کړه ملا صیبه ګناه مې وکړه
د عمري عدل واکداره خدای ته وشرمیدې
بچي مې وږي وو مجبور شومه چې غلا مې وکړه
د تنزل اخري حد کې یم خاموشه یمه
رقیبه ګورو به که بیرته ارتقا مې وکړه
لکه یعقوب درپسې ړوند شوم یوسف مخیه یاره
په وس مې څه وو ستا د اوږد عمر دعا مې وکړه
د وطن مورې ما ثاقب ته چې رایاده شولې
پرحال دې وژړیدم ښه ډیره ژړا مې وکړه