افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
بيرغ
پت او عزت مو ته يي، ننګ او غیرت مو ته يي
شکر چې تا لرو مونږ، ملي هویت مو ته يي
ګران يي په مونږ ، بیرغه ځان يي زمونږ
په مونږه حق لرې ته، تابه ساتو بیرغه
ستا دښمنانو لره، نه دې پریږدو بیرغه
ته مو د زړونو ټکور، درد له درمان يي زمونږ
ګران يي په مونږ ، بیرغه ځان يي زمونږ
د هر یو رنګ نه دې زار، ای درې رنګي بیرغه
ته مو سمبول د وحدت، ای اسلامي بیرغه
مونږه میئن یو پرتا، جان او جانان يي زمونږ
ګران يي په مونږ ، بیرغه ځان يي زمونږ
دا مو وعده درسره، تا جګوو بیرغه
پاس په اټک دې یوځل، بیا رپوو بیرغه
د ثاقب زړه او ځیګر، د زړه ارمان يي زمونږ
ګران يي په مونږ ، بیرغه ځان يي زمونږ