د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
محمد اجمل کریمي

غزل

چې راته وګوري راټول شم سره بیا شاوخواه.
پتنګ خو ځکه راتاویږي له رڼا شاوخواه.

څاه د پلانکي صیب ده اوبه به هم هغه ترې څښي.
ګرځي دي! تږي ماشومان ددغې څاه شاوخواه.

د چا په یاد کې بلوم په ریڼو اوښکو ډېوې.
راته ولاړه ده د غر غوندې هوا شاوخواه.

چې چرته ځمه ستا دوه سترګې راته لاره نیسي.
دومره چاپېره یې ته وګوره!زما شاوخواه.

نه مې سایې ته ورکوي او نه هم مخ ته د لمر.
رانه راتاؤي دي دوه لپې د یوچا شاوخواه.

که چرته ومُسکېږم هم هسې به یې زخم کړمه.
اوس مې په شونډو باندې مه لټو مُسکا شاوخواه.

نیم مې سهار خوري”کریمي”نیم مې ماښام له درد ه.
د چا نشتون دی راته پروت لکه بلا شاوخواه.

د شاعر نور شعرونه ←