افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
لکه یو آوف پر هوا هیڅ نه کيږي
داسې زما په رضا هیڅ نه کیږي
اوس به ټول چم ستا په راتلو خبر وای
مړه د زړه په درزا هیڅ نه کیږي
سترګې د وچې کړه موسم بدل کړه
باران کې ستا په ژړا هیڅ نه کیږي
شبنمی مخ شونډو کې ډوبه مسکا
زه درته دود یم پر تا هیڅ نه کیږي
د آسیا زړه یې خو تنها یې درد ته
اولاد د خپل دی خو ستا هیڅ نه کیږي
زه یې له روحه په سفر وویستم
زما په دومره سزا هیڅ نه کیږي
۱۹ نوامبر ۲۰۲۲ – ډهلی