پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
هر وخت ئې د میــــنې خــوږ باران کـــــړی
یاره محــــــبت څـــــومـــــــــره احسان کړي
زه چـې قـــربانــیـــــږم له هــر ښــــــکلي نه
ما بـانـدې کـــــــرم الله ســــــــبحان کـــــړی
شیخ په کرکې غوڅ کړل معصوم زړونه ډیر
ما د ماتــــــــــــو زړونـــو تل درمان کــــــړی
جار ئــې شــم په حسن ئـې میـن کړم خپل
څـومـره عـــــنـایت په ما جانان کــــــــــــړي
هـغـه چــــې نـفرت کــــې ګـــــټه ونکــــــړه
ما نــو محبـت کــــــې څه تــاوان کـــــــــړی
د هـغـو مـرمـریـــنې ماڼــــی جــوړې شــوې
چـا چــې لــه خــیـــانت ســره پیـــمان کړی
ورک شــه هـجـرتـــونه خوار او زار ئې کړو
ډیــرو د وطـن غــــــیــږې ارمان کـــــــــړی
زړونــه چــــې د ښـــکلو ور لنــډیږي ټــول
څـه جـادو خـو خـــامـــخا انـجـــان کـــړی
پاڼي پت ( هریاڼه ) هند