د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

کولپه کوپړۍ

عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم-سویدن

کولپه کوپړۍ
د ښونځي ور ته زنځیر وځړید
ډېرې نارې سورې مې وکړې چا ور پراننیسته
ویل ایمان ته مو خطره پېښږي!
ما ویل پاس غره ته خیږم
خدای ته زاري کومه،
که د امیر کولپه کوپړۍ خلاصه شي!
غره ته ختم چې مې پښه وښوېده
له پاڼ ګذار شومه، ذره – ذره شوم
ځان مې راټول کړ چې بیا وخوځیږم
خو، زمانې راپورې کړس وخندل
زه له دې پاڼه څو ځل،
را ګوزار شوی ومه!

#

د شاعر نور شعرونه ←