د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالعزیز نایبي

نوی کال

نوی کال
کلونه واوښتل
لا دې د کړس خندا څپې
لکه برېښنا د سپرلي
د زړه تارو کې ځغلي
بیا نوی کال دی
د هجر تاو دی
زه دې په تش درشل کې دوړه – دوړه
د نوروز شړکنده باران کې ناڅام
ستا خو د خاورې خوشبويي خوښېده
۲۱/۳/۲۰۲۳
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

*****************************************

د شاعر نور شعرونه ←